د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ په هرات ولایت کي نندارتون په لار واچول سو

راپور: غلام فاروق رسولي

د ۱۳۹۸ کال د پیل سره سم، د هیواد د امنیتي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفو ډلو ترمنځ د سولي د خبرو ترڅنګ د تازه جګړې فصل پیل سوی دی.

خو دلته په هرات ولایت کي، ولس د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په موخه د سړک پر سر نندارتون په لار اچولی دی تر څو د هغوی مورال لوړ کړي.

د دې نندارتون په لاره اچونکي وایي، موخه یې دا ده چي امنیتی ځواکونو ته د امنیت لا تامینولو په برخه کي روحیه ورکړي او د هغوی د کړنو څخه ستاینه وکړي.

د هرات ولایت والي عبدالقیوم رحیمي ددې نندارتون د پرانېستي په ترڅ کي وویل، د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په موخه خپل ټولي هڅې به ونه سپموي.

ښاغلي رحيمي د امنیتي ځواکونو څخه د خلکو ملاتړ اړین بولي او د هغه د زیاتوالي غوښتونکی دی.

د هرات امنیه قومندان په دې نندارتون کي څرګنده کړه چي امنیتي ځواکونه د هرات ولایت د وګړو د ملاتړ څخه قدرداني کوي او دوی به  ددې ولایت د وګړو د امنیت د لاښه ټېنګښت لپاره به لا ډېري هڅي وکړي.

د بلي خوا د هرات ولایت اوسیدونکي د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په پار دا شان نندارتونونه کافي نه بولي او زیاتوي چي باید ټول خلک د دې لپاره چي د امنیتي ځواکونو څخه یې ملاتړ کړی وي د هغوی احترام وکړي.

د امنیتي او د فاعي ځواکونو په ملاتړ دا نندارتون په هرات ولایت کي د ۳ ورځو لپاره په لار اچول سوې ده  او  خلکه کولای سي د هرات  ولایت مقام ودانۍ مخ  ته د هغوی ننداره وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...