راپور: مهتمم صالح
د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ په د ستګري دارالحفاظ او اسلامي علومو مدرسه کي د پنجوايي د ځوانانو شورا او یوې مدني ټولني لخوا د سولي تر نامه لاندي د نيالګیو ايښولو کمپاين پيل سو.
د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزي وايي، ځوانان دي دغه ډول پروګرامونو ته پاملرنه ډیره کړي، ځکه د ځوانانو رول د سولي په راستلو کي تر ټولو مهم دی.
ولسوال وايي، د نيالګيو ايښولو اشر، د ورزشي او تعلمي پروګرامونو جوړول ځوانان یووالي او اتحاد ته هڅوي او د جنګ جګړو مخنیوی کوي.
د پنجوايي د ځوانانو شورا مشر حکمت الله صلحي وايي، د دغه کمپاين څخه يې موخه سولي ته د ځوانانو او مخاليفونو هڅول دي.
صلحي وايي، سولي لپاره په اسلامي مدرسو، ښوونځیو او نورو مرکزونو کي د نيالګيو ايښول او نور مرستندويه پروګرامونه جوړول تر ټولو مهم دي، چي ځوانان بايد په دغه برخه کي ډېر کار وکړي.
بل خوا ځوانان او ديني علماء وايي، د اسلام د نظره د نيالګيو ايښول صدقه يي جاريه ده او د اشر فرهنګ هم ځوانان يووالي ته هڅوي.
په کندهار کي سولي ته د ځوانانو لېوالتيا ورځ تر بلي ډېريږي، چي د سولي تر نامه لاندي يې د ښووني او روزني، نيالګيو ايښولو، فرهنګي، ورزشي او نور ډېر پروګرامونه جوړ کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون