په کندهار کي د خاوري او اوبو لوی لابراتوار پرانیستل سو

راپور: محمد یار مجروح

افغانستان د کرنیزو څيړنو عمومي رئيسه نجیبې عطايي د دوشنبي په ورځ د دغه لابراتوار د پرانستي پر مهال وویل، په کندهار کي مخکي هم د وزارت له خوا څیړنیز فارم فعال وو چي ډيری بزګرانو ترې استفاده کول خو له دې لابراتوار سره به د ټولو کروندګرو ستونزي حل سي او دوی به وکولای سي په وړیا ډول دلته د خاوري او اوبو څېړنه وکړي.

دا وايي، د څېړنیز فارم له برکته په کندهار کي پسته، زعفران او نور کرنیز توکي ترویج سوي چي د کوکنارو ځای یې نیولی دئ.

د کندهار پوهنتون رئيس ډاکټر حضرت میر توتاخېل وايي، چي په کندهار کي د کرني په برخه کي څېړنیز فارم دلته له بزګرو سره ډېره مرسته کړې او نوی لابراتوار به نور هم د بزګرانو د ستونزو په له منځه وړلو کې ګټور تمام سي.

د کرني او مالدراۍ ریاست د کرنیزو چارو امر عبدالولي کوچی وايي، دغه لابراتوار په کندهار کي د ایف اې او موسسې په همکارۍ جوړ سوی چي له دوی سره به ډېره همکاري وکړي.

دی وایي، اوس به بزګران کلونه خواري نه کاږي او کولای سي چي په یوه ځل خپله خاوره او اوبه وڅېړي تر څو پوه سي کوم نبات پکې ښه وده کوي.

په کندهار کي د زراعتي محصولاتو په کیفیت او کمیت کي تر تیرو کلونو ډېر ښه والی راغلی چي کروندګر یې لامل په زراعت کي مسلکیتوب او په دې برخه کي د کرني وزارت همکاري یادوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...