په نیپال کي د تازه توپانونو له امله اووه ویشت کسان مړه سوي دي.
د نیپالي رسنیو د معلوماتو له مخي، دا توپانونه له څو ورځو راپدېخوا پیل سوي چي وني او د برېښنا ستني یې له بیخه ایستلي دي.
د ژغورني ډلي سیمي ته رسیدلي دي او خلکو ته د مرستي رسولو لړۍ روانه ده.
چارواکي وایي چي زیانمنو سویو کسانو ته یې څه ناڅه مرستي رسولي دي. په نیپال کي بارانونه ډېره عادي خبره ده خو کم داسي سوي دي چي سخت بارانونه او توپانونه خلکو ته مرګ ژوبله واړوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون