ولايتي شورا وايي، د لوړو زدوه کړو خصوصي موسیسي دي خپلي ستونزي له مرکزي ادارې سره ژر تر ژره حل کړي

وروسته له هغه چي د لوړو زده کړو وزارت په هیواد کي پر یو شمېر خصوصي موسیسو د طب پوهنځی د کانکور ازمویني دبندیز اعلان وکړ دکندهار ولایتي شورا وايي، د لوړو زده کړو موسیسې دي ژر تر ژره یاده ستونزه حل کړي او یادي هم د لوړو زده کړو معیارونه پوره کړي تر څو نوي محصلین شامل کړي.

شاوخوا دوې اونۍ مخکي د لوړو زده کړو وزات په ټول هیواد کي ۲۶ د خصوصي لوړو زده کړو موسیسو باندي د طب پوهنځي لپاره د کانکور  ازمویني بندیز اعلان کړي چي په کندهار کي هم د لوړو زده کړو موسیسې پکښي شاملې دي.

د کندهار ولایتي شورا وايي، په دغه ولایت کي د صحت برخي ته اړتیا ده او باید خصوصي موسیسې د طب په برخه کي محصلین ومني.

د ولایتي شورا رئيس سیدجان خاکریزوال وايي، خصوصي دلوړو زده کړو موسیسې دي د یادي ستونزي د حل لپاره لاس په کار سي او یادي هم د هغو کسانو مصرف بیرته ورکړي چي د کانکور ازمویني لپاره ورڅخه پيسې اخستل سوې وې.

په ورته وخت کي د کندهار پوهنتون رئيس حضرت میر توتاخیل وايي، تیر کال د روغتیا وزارت له لوري ارزونه سوې او په ټولو هغه موسیسو کي يې د طب پوهنځی بندي کړي چي کیفیت یې کښته وو.

دده په خبره دا مهال دخلاصي دولتدارۍ په نوم اداره جوړه سوې تر څو د پوهني او لوړو زده کړو په برخه کي د ټولو پوهنتونو ارزیابي کړي.

خو یو شمېر د خصوصي لوړو زده کړو موسیسو مسؤلین وايي، دلوړوزده کړو وزارت د خصوصي سکټور سره د مور او میرې چلند کوي.

دوی وايي، د کیفیت په برخه کي دي سمه ارزیابي وسي تر څو د سالمي پروسې له لاري شته ستونزي حل سي.

د کندهار پوهنتون مسؤلین وايي، لدې وروسته به دغه پوهنتون ته د کانکور له لاري د طب، انجینري، زراعت، حقوق او اداره عامې پوهنځیو ته ۲۵ سلنه محصلین د همدې زون څخه ټاکل کیږي.

باید وویل سي چي تر دې وړاندي د کندهار پوهنتون ډیری برخه محصلین د نور ولایتونو اوسېدونکي وو.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...