راپورونه

کډوال وايي، په کندهار کي د مرستو د سروې او ویش پروسه شفافه نه ده

راپور: محمد یار مجروح یو شمېر کډوالي سوي کورنۍ وايي، له میاشتو میاشتو راهیسي يې ولایتي ادارې ته د مرستو غوښتنلیکونه ور وړي، خو تر اوسه ورسره کومه مرسته نه ده سوې. بلخوا اړوند مسؤلین وايي، یو شمېر کورنۍ چي  یو ځل ورسره مرسته سوې بیا غواړي مرسته تر لاسه کړي. کندهار ته هره ورځ له شلو څخه تر دېرش ...

Read More »

په افغانستان کي د سويډن سفير وايي، د سولي په برخه کي هر ډول همکارۍ ته چمتو دي

راپور: مهتمم صالح په افغانستان کي د سويډن سفير اولوف ټیوبایس کندهار ته د سفر پر مهال وويل، د ډيرو کلونو را وروسته دا لومړی ځل دی چي د سولي لپاره د حقیقي پروسې زمینه برابره سوې او دی په دې باوري دی چي ښکیل اړخونه به یو ځای د سولي لپاره کار کوي. دی وايي، د سولي په برخه ...

Read More »

په هرات ولایت کي د افغان سولي څخه د ملاتړ په موخه غونډه ترسره سول

راپور: غلام فاروق رسولي د سولي پروسې په ملاتړ دا غونډه چي د افغان ځوانانو د ولسي حرکت له لوري په لار اچول سوې وه، په لار اچوونکو یې موخه و نړیوالو ته د افغان ځوانان د سولي غوښتني څرګندول په ګوته کوي. د دې پروګرام په لار اچوونکي وايي، که د ملي يووالي حکومت د ځوانانو ونډه په حکومتي ...

Read More »

په کندوز کي ټول ۵۱۶ ښوونځۍ سته چي د ۲ ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پرمخ لا هم ددې امله تړل سوي چي امنیتي ځواکونه پکښې مېشت دي

راپور؛ نورګل اندړوال کندوز کي سږ یوڅه په ځنډ نوي ښوونیز کال پیل اودښوونځيو زنګ ووهل سو. اوس چې ټول کندوز (۳۷۴۰۰۰) درې سوه څلور اویا زره انجوني او هلکان په زده کړو بوخت دي . پوهني ریاست وايي  دا شمیره به سږ کال نوره هم لوړه سي. نجیب الرحمن ثاقب دکندوز دپوهني ریس وايي، ولسوالیو کي ۰۰ ۱۳ بالمقطه ...

Read More »

د پوهني په وړاندي امنیتي ستونزي نسته خو په کندهار کي لا هم ۹۸ ښوونځي بند پاته دي

راپور: محمد یار مجروح په کندهار د پوهني مسؤلین مني چي د پوهني پر وړاندي کومي امنیتي ستونزي نسته خو په دغه ولایت کي لا هم ۹۸ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي پاته دي. سږ کال په یخو سیمو کي د تعلیمي کال د پيل سره وسلوالو طالبانو هم رسنیو ته په استول سوې یوې اعلاميې کي له ...

Read More »

کندهار والي وايي، هره دولتي اداره صلاحيت لري، چي د قانون په رڼا کي رسنيو ته معلومات ورکړي

راپور: مهتمم صالح په دې وروستيو کي په کندهار کي ځيني خبريالان د امنيتي ستونزو سره مخ سوي، دوی له ولایتي چارواکو څخه غوښتنه کوي، چي د خبريالانو امنيت ته جدي پاملرنه وکړي. په کندهار ولايت مقام کي د خبريالانو د خونديتوب غونډه کي خبريالانو وويل، امنيتي ادارې بې له دې چي د خبريالانو د ملاتړ نهادونه په جريان کي ...

Read More »

د روزګان ولایت اوسیدونکي: حکومت دي د زنځیري وژنو طرحه کوونکي ونیسي

راپور: اجمل وصال د روزګان اوسیدونکي وایي، حکومت دي د وروستیو وژنو طرحه کوونکي او قاتلین ونیسي او د قانون منګلو ته دې وسپارل سي. داروزګان ولایتي مسوولینو او عامو اوسیدونکو دغه څرګندوني په مرکز ترینکوټ جامع جومات کي د ولسي جرګي د پخواني غړي عبیدالله باکرزي د فاتحي د مراسیمو پرمهال وکړې. په ولسي جرګي د روزګان د خلکو ...

Read More »

د روغتیا مسؤلین وايي، د نري رنځ ناروغي لا هم د خپریدو په حال کي ده

راپور: محمد یار مجروح نری رنځ د نړۍ په کچه د لسو هغو ناروغیو په جدول کي راځي چي ډیری کسان ورباندی اخته کیږي. د کندهار د روغتیا مسؤلین وايي، په دغه ولایت کي د نري رنځ ناروغي د تیرو کلونو په نسبت ډېره سوې او ډیری کسان ورباندي اخته سوي دي. په کندهار کي د نري رنځ پروګرام مسؤل ...

Read More »

د کندهار ښاريان وايي، د سیلابونو له امله په ښار کي ځيني عمومي پلونه نړیدلي، چي خلک يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي

راپور: مهتمم صالح وروستيو سیلابونو په کندهار ولایت کي ډیر ځاني او مالي زيانونه  اړولي، چي له دغه زيانونو څخه د کندهار په دريمه او څلورمه ناحيه کي د عمومي پلونو نړیدل دي، چي ښاريان يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. دوی وايي، د پلونو د نړیدو له امله نه سي کولای چي پر خپل وخت خپلو کارونو ...

Read More »

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، حکومت د روان حالت په کنټرول کي خپل مسؤلیت سم نه دی ادا کړی

Read More »