راپورونه

د کندهار د ولایتي شورا رئیس وايي، د کندهار او کجکي تر منځ د بریښنا نیو غځول سوی لین بې کیفیته دی او په دې کار کي فساد سوی دی

د کندهار د ولایتي شورا رئیس وايي، د کجکي د بريښنا له بند څخه تر کندهار پوري نوی غځول سوی لین بې کیفیته دی او فساد پکښي سوی دی. د شورا رئيس سید جان خاکریزوال د ولایتي شورا په غونډه کي وویل، په دې اړه بیاد ولایتي مسٔولین او د برېښنا چارواکي لاس په کار سي او ژر تر ژره ...

Read More »

د سولي ولسي حرکت غړي په جلال اباد کي د سولي په ملاتړ پراخه غونډه ترسره کړل

راپور: میلاد حمیدي له جګړي ستړي او سوله غوښتونکي خلک راټول سوي او د جګړې خلاف پر شعارونو سر دي. له هلمنده د سولي ولسي حرکت غړي په جلال اباد کي د سولي په ملاتړ پراخه غونډه ترسره کړه دلته ننګرهاریان هم د دوی  غوښتننو سره همږغي دي او د دې کاروان سره یو ځای پر وسله والو ږغ کوي ...

Read More »

د روزګان والي: د کوکنار کښت پر وړاندي مبارزه جدي او عاملین یې د قانون منګولو ته سپاري

راپور: اجمل وصال د  روزګان ولایت د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کي د بزګر ورځي لمانځ غونډي پرمهال د ولایتي چارواکو په ګډون لسګونه بزګرانو هم برخه لرله. ددغه ولایت والي اسدالله سعید له کروندګرو څخه وغوښتل چي خپلو ځمکو کي حلال کښتونه وکري. هغه وویل، سږکال هم یوشمیر کسانو د تل په څير د کوکنارو کرکیله کړې ...

Read More »

طبعي پیښو کي زیانمنو کورنیو لپاره د بغلان مدني فعالانو دمرستو راټولو په هدف خېمه درولې

راپور: نور ګل اندړوال بغلان کي دمدني ټولني غړو سیلاب ځپلو او طبعي پیښو کي له زیانمنو کورنیو سره دمرستي په موخه پلخمري ښا رکي خېمه درولې او چارواکو ، ملي سوداګرو او  شتمنو څخه نقدي پیسي او په طبعي پیښو کي  زیانمنو کورنیو لپاره اولیه نوراړین توکي راټولوي . مدني فعالان وايي خلک ورسره مرستي کوي خو له دیني ...

Read More »

د وچکالۍ او حکومت د نه پاملرني له امله ۵۰ سلنه کوچیانو ځايي ژوند غوره کړی دی

راپور: محمد یار مجروح د کوچیانو رمې یوازي څو څارویو ته راکمي سوي هغه هم د ښار پاته شوني خوري. د کندهار ښار په څنډو کي زرګونه د کوچیانو داسي کورنۍ سته چي دښتي او رمې ساتل یې پرېيښي او د عامو خلګو په څېر یاد کوچیانو په اصطلاح  ارام ژوند کول یې اختیار کړی دی. خو دا هر څه ...

Read More »

په لښکرګاه کي د بزګر په عنعنوي جشن کي د دوو چاودنو له امله شاوخوا ۳۵ کسانو ته مرګ ژوبله واوښتل

راپور: جواد داوري چاودیدونکي توکي په ګلدانیو کي ځاي پرځای سوي وه. هلمند والي جنرال محمد یاسین د چاودني له ځایه ورغ وتلي خو یوشمیر دولتي چارواکو تر څنګ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله رسیدلي ده. په لښکرګاه کي د ایمرجنسي روغتون د معلوماتو پر اساس څلور جسدونه او ۳۱ ټپیان روغتون ته انتقال سوي دي. ټاکل سوې وه چي ...

Read More »

په کندهار کي د نوي کال ورځ ( نوروز ) د جنډۍ په پورته کولو سره ولمانځل سوه

راپور: مهتمم صالج په مراسيمو کي د کندهار مرستيال والي وويل، په تیر لمريز کال کي امنيت د پام وړ ډاډمن نه وو، خو امنيتي ځواکونو وکولای سوای چي د ډیرو امنيتي پېښو مخنیوی تر يو حده وکړي. مرستیال والي وویل، تمه لري چي نوی کال به د سولي کال وي او دغه راز د بیارغوني کارونه به هم تر ...

Read More »

د کلیو پراختیا ریاست: په کندهار کي د اوبو پر ۱۵ بندونو کار روان دی

راپور: محمد یار مجروح د کندهار په دریو ولسوالیو کي د اوبو د کنټرول او مدریت لپاره په ۱۵ کوچني بندونو کار روان دی. د کندهار د کلیو پراختیا ریاست مسؤلین وايي، د وچکالي د خطر د مخنیوي لپاره یې پلان نیولي چي د کندهار په ولسوالیو کي د اوبو د کنټرول لپاره کوچني بندونه جوړ کړي. دغه ریاست وايي، ...

Read More »

په کندهار کي فرهنګنيان وايي، د نوي کال رواجونه تر ډیره له منځه تللي او د منځه تللو په حالت کي دي

راپور: مهتمم صالح دوی وايي، لوبي او جشنونه چي مخکي کېدل اوس يې ځای نورو لوبو او مېلو نيولی. د لمریز کال لومړۍ ورځ يا نوروز هغه ورځ ده چي په افغانستان کي د اريايانو له وخته په بېلابيلو ډولونو لمانځل کيږي. اوس په کندهار کي فرهنګيان وايي، د نوي کال ډېری رواجونه له منځه تللي او لا هم د ...

Read More »

ځوانانو د ښار پاک ساتلو تر عنوان لاندي په کندهار کي اشر تر سره کړ

راپور: محمد یار مجروح د کندهار  د چاپيریال ساتني اداره وايي، ددې لاري غواړي اشر په دود بدل کړي او د ښار پاک ساتلو ته خلګ وهڅوي. د اشر ګډونوال وايي، ښار پاک ساتل یوازي د ښاروالۍ دنده بلکي د ښار اوسېدونکي باید پدې برخه کي همکاري وکړي. دا په کندهار ښار کي د ښوونځیو د زده کوونکو او محصلینو ...

Read More »