راپور: اجمل وصال
د روزګان ولایت د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کي د بزګر ورځي لمانځ غونډي پرمهال د ولایتي چارواکو په ګډون لسګونه بزګرانو هم برخه لرله.
ددغه ولایت والي اسدالله سعید له کروندګرو څخه وغوښتل چي خپلو ځمکو کي حلال کښتونه وکري.
هغه وویل، سږکال هم یوشمیر کسانو د تل په څير د کوکنارو کرکیله کړې چي دولت به یې پر وړاندي جدي اقدام وکړي.
د ملي امنیت ریٔس جنرال عبدالصمد شمس هم سږکال دغه ولایت کي د کوکنارو د کرکیلي کښتونه زیات او د ټولني لپاره یې د تباهي سبب وباله.
شمس وایي، نه یوازي په لرو پروتو سیمو کي کوکنار کرل سوي، بلکي ددغه ولایت په مرکز ترینکوټ او حتی د ښار په شاوخوا کي د کوکنارو کرکیله سوې، هغه څه چي دوی ته د منلو وړ نه دي.
د کرني ریٔس احمدشاه خیري بیا وایي، دوی هڅه کړې، چي د شنو خونو، ماهیانو فارمونو، بادام او پیستو باغونو، اصلاح سوو تخمونو او کروندګرو ته د روزنیزو ورکشاپونو په جوړیدو کرنه عصري او حلال کښتونو ته وده ورکړي.
روزګاني کروندګر بیا له دولته غواړي چي د هغوی محصولاتو ته مارکیټ پیدا او د هیواد بهر د هغوی کرنیز محصولات په پلور ورسوي.
د کرني ریاست کي د بزګر ورځي لمانځني پرمهال لسګونه بیلابیل ډول کرنیز محصولات هم نندارې ته ایښودل سوې وه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون