راپور: نور ګل اندړوال
بغلان کي دمدني ټولني غړو سیلاب ځپلو او طبعي پیښو کي له زیانمنو کورنیو سره دمرستي په موخه پلخمري ښا رکي خېمه درولې او چارواکو ، ملي سوداګرو او شتمنو څخه نقدي پیسي او په طبعي پیښو کي زیانمنو کورنیو لپاره اولیه نوراړین توکي راټولوي . مدني فعالان وايي خلک ورسره مرستي کوي خو له دیني عالمانو غواړي چي دمنبرونو له لاري خلک دي ته وهڅوي ترڅو دمرستو په پیل کمپاین کي ورسره دهمکارۍ ترڅنګ ګډون وکړي.
مدني فعالان وايي افغانستان یو جګړه ځپلی هیواد دی او باید له طبعي پیښو زیانمنو کورنیو سره ددې پرځای چي بهرني هیوادونه مرسته وکړي خپله دې ته لاره هواروي چي په ځان بسیا سي او دخپلو مصبیت ځپلو کورنیو ستونزي په خپلو امکاناتو حل کړي . عام باور هم دلته دادی چي که افغانان دمرستو فرهنګ په خپلو سیمو کي عام کړي اړتیا نسته چي نړیوال دي په افغانستان کي مرستې وکړي او دوی دي د خپل احسان پوروړي وشمیري .
مدني فعالان وايي دمرستو دټولولو په هدف یې دخیمې درولو کمه موده تیریږي خو ورځ تر بلې د چارواکو ، ملي سودا ګرو او شتمنو کسانو راتګ دې خیمې ته مخ په زیاتیدو دی او هرڅوک دخپل دوس تر بریده ورسره مرستي کوي .
دوی وايي چي ولسمشر د۱۳۹۷ کال په وروستیو ورځو کي له مدني فعالانو غوښتنه کړې وه چي په خپلو ښارونو کي له طبعي پیښو زیانمنو سوو کورنیو لپاره دي مرستي راټولي کړي ځکه یې داخیمه درولي .
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون