ټرمپ پوځ ته امر کړی دی چي له موزمبیق سره چي په‌ دې وروستیو کي ورته توپانونو او سیلابونو ځاني او مالي تاوانونه اړولي مرسته وکړي

په افریقا کي د امریکا د پوځ قوماندانۍ وروسته تر هغې دا خبره وکړه چي موزمبیق له توپان او سیلاب ځپلو سره د بېړنيو مرستو غوښتنه وکړه.

د متحده ایالاتو پوځ ویلي چي تر راتلونکو ورځو پورې به د ۶ نیم میلیونه ډالرو په ارزښت بشري مرستې موزمبیق ته برابرې کړي.

توپانونو او سېلابونو په موزمبیق کې ۴۴۶ کسان مړه کړي دي.

دغه‌راز د زېمبابوې او مالاوی وګړو ته هم دې طبیعي پېښو ځاني او مالي زیانونه رسولي دي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...