ځوانانو د ښار پاک ساتلو تر عنوان لاندي په کندهار کي اشر تر سره کړ

راپور: محمد یار مجروح

د کندهار  د چاپيریال ساتني اداره وايي، ددې لاري غواړي اشر په دود بدل کړي او د ښار پاک ساتلو ته خلګ وهڅوي.

د اشر ګډونوال وايي، ښار پاک ساتل یوازي د ښاروالۍ دنده بلکي د ښار اوسېدونکي باید پدې برخه کي همکاري وکړي.

دا په کندهار ښار کي د ښوونځیو د زده کوونکو او محصلینو یوه ډله ده چي غواړي هم ښار پاک کړي او هم د ښارپاک ساتلو دود راژوندی کړي.

دوی وايي، ښار پاک ساتل یوازي د ښاروالۍ دنده نده بلکي عام اوسېدونکي هم باید د ښار په تنظیف کي برخه واخلي.

دغه پروګرام د کندهار ښاروالي او چاپيریال ساتني ادارو له لوري پيل سوی تر څو عام خلګ وپوهوي تر څو د ښار پاک ساتل خپل یو مسؤلیت وبولي.

د چاپيریال ساتني اداره او ښاروالي وايي، ددې پروګرام څخه یې هدف دادی  تر څو ښاریانو ته خاص پيغام ورسوی او په ګډه د ښار په پاک ساتلو کي برخه واخلي.

د ښاریان اوسېدونکي د ځوانانو دغه اقدام ستايې او زیاتوي چي د چاپيریال پاک ساتل د ټولو دنده ده.

دوی یاد پروګرام د عامه پوهاوي په برخه کي آغیزمن بولي او وايي، لدې وروسته به ډیری کسان د ښار پاک ساتلو ته پام زیات کړي.

د نوی کال له راتګ وړاندي په کندهار کي د اشر د دودولو لپاره بیلابیل پروګرامونه پیل سوي تر څو خلګو ته د ګډ کار کولو پيغام ورکړي او همدارنګه د ښار په پاک ساتلو کي ونډه واخلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...