راپور: مهتمم صالج
په مراسيمو کي د کندهار مرستيال والي وويل، په تیر لمريز کال کي امنيت د پام وړ ډاډمن نه وو، خو امنيتي ځواکونو وکولای سوای چي د ډیرو امنيتي پېښو مخنیوی تر يو حده وکړي.
مرستیال والي وویل، تمه لري چي نوی کال به د سولي کال وي او دغه راز د بیارغوني کارونه به هم تر سره سي.
د پنجشنبې په ورځ د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په بابا ولي صاحب زيارت کي د نوي ۱۳۹۸ ل کال ورځ د جندۍ په پورته کولو سره ولمانځل سوه، چي پرمهال يې د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب وويل، حکومت د وسلوالو مخالفينو سره له شرط پرته د سولي کولو هڅي پيل کړي او تمه ده چي همدا هڅي به پايله ورکوي.
په مراسيمو کي مرستيال والي د تېر ۱۳۹۷ کال اړوند د يو شمېر بشپړ سوو پروژو يادونه وکړه او ويې ويل، چي په ۱۳۹۸ کال کي به هم د ۳ ميليارډه افغانيو په لګښت په ښار او ولسواليو کي بېلابېلي پرمختيايي پروژې، پلي سي.
منيب وويل، په تېر ۱۳۹۷ لمريز کال کي امنيت د پام وړ ډاډمن نه وو، خو امنيتي ځواکونو وکولای سوای چي د امنيتي پېښو مخنیوی تر يو حده وکړي.
مرستیال والي دغه راز پر وسله والو مخالفینو ږغ وکړ چي له جګړې لاس واخلي او نور دغه تپل سوې جګړه پای ته ورسوي ځکه ټول زیان یې افغانانو ته اوړي.
دغه راز د اغنداب ولسوال وویل، په دغه ولسوالي کي پوره امنیتي تدابیر نیول سوي او مېله وال کولای سي چي په ډاډه زړه د نوي کال مېلې تر سره کړي.
په مراسيمو کي ځوانانو، تنکيو ځوانانو او زده کوونکو بېلابيل سپورټي نمایشونه، ترانې او د نوی کال پيغامونه وړاندي کړل او د الله ج د دربار څخه يې وغوښتل، چي دغه کال په ټول هيواد کي د سولي په فضاء کي تېر سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون