د پاکستان ولسمشر عارف علوي ویلي، سیمه امن ته اړتیا لري او پاکستان هم غواړي چي د جګړو پر ځای باید امن، روزني او کار ته پام وکړي. نوموړي زیاته کړې چي د پاکستان د امن غوښتنه باید د پاکستان کمزوري ونه ګڼل سي.
هغه دغه راز د افغان سولي په تړاو ویلي، د باثباته سیمي لپاره د افغانستان امن اړین دی او باید په دې برخه کي له افغانانو سره په ګډه کار وسي. علوي ویلي، افغانانو ډېر جنګونه ولیدل او نور په دې سیمه کي امن ته سخته اړتیا ده او دا چاره د ټولي سیمي لپاره په ګټه ده.
نوموړی دا څرګندوني په داسي حال کي کوي چي پاکستان په دې وروستیو کي د ګاونډیو هېوادونو او نوري نړۍ له سختو فشارونو سره مخ دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون