ملکي هوایي چلند اداره: پاکستان لا هم خپله فضا د الوتنو پر مخ تړلې ده


د ملکي هوايي چلند اداره وايي چي د پاکستان فضا لا هم د الوتنو پر مخ تړلې ده او ښايي د دې اوونۍ په لړ کي پرانیستل سي.
د یادې ادارې له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د پاکستان او هند ترمنځ د کړکیچ له زیاتېدو وروسته د پاکستان فضا د فبرورۍ میاشتي له ۲۷مي راهيسي د هوايي ترافیک پر مخ تړلې ده.
سرچینه کاږي چي د ملکي هوايي چلند ادارې مسٔوولینو د ستونزي له پیله د پاکستان له اړوندې ادارې سره د ډيپلوماتیکو او پرله پسي اړیکو له لارې دا موضوع تعقیب کړي څو د حل لار ورته پیدا سي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي د پاکستان فضا له تړل کیدو وروسته د هوايي چلند ادارې د هېواد سوېل لوېديځ مسیر له لارې د ایران له فضا بدیل مسیر پرانیست څو هند ته د هېوادوالو تګ له خنډ او ځنډ سره مخ نه سي.
دا اداره وايي، د هوايي ملکي چلند اداره دا موضوع په دوامداره توګه تعقیبوي او ټولو هوايي شرکتونو ته یې لارښوونه کړي چي د لاري اوږدوالی باید د ټکټ له بیو سره نږدې تناسب ولري او د لوړېدا مخنیوی یې وسي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...