د کندوز ولایت په مرکز کي د تیري شپې په عملیاتو کي د درییو کورنیو ۱۲ ملکي وګړي وژل سوي دي.
دا عمليات له تېرو درېيو ورځو راهيسي د کندوز ښار اړونده سيمو کي روان دي.
د کمدوز ښار د تلاوکي سيمي اوسیدونکو د امام صاحب د بندر په سيمه کي لاريون کړی او ادعا يې کړې چي د تېرې شپې په عملياتو کي ملکي وګړي وژل سوي دي.
دوی زیاتوي چي په دغو بريدونو کي د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٢ کسان وژل سوي او يو ټپي دى.
دوى نن خپل مړي د ولايت مخي ته وړل، خو د امام صاحب په بندر کي امنيتي مسٔوولينو اجازه ورنه کړه.
د کندوز ولايتي شورا غړي مولوي خوش محمد نصرتيار چي د لاريون سيمي ته ورغلى و، ملکي تلفات یې تاييد کړي دي.
په کابل کي د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر ويلي، دوى د ملکي تلفاتو ادعاوې جدي نيسي او په اړه يې څیړني کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون