ولسمشرۍ ماڼۍ په هلمند ولایت کي د بزګر ورځي پر مراسمو سوې چاودني په کلکو ټکو غندلي دي

نن په هلمند کي د بزګر ورځي دلمانځنې پر مراسمو دوې چاودني سوې دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخي دغه چاودني داسي مهال سوي چي ټاکل سوې وه، د بزګر جشن جوړ سي او ځايي حکومتي چارواکي هم پکښي ګډون وکړي.
راپورونه وایي، چي په دې چاودنه کي د هلمند د اقتصاد رییس محمد خان نصرت او څلور کسه نور وژل سوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت الله رحیمي بیا وايي چي په پېښه کي درې کسه وژل سوي او ۳۱ نور ټپیان دي.
له ارګه په خپره سوې خبر پاڼه کي راغلي، چي وسله وال تل پر ملکي تاسیساتو، غونډو او عامه ځایونو بریدونه کوي او په دې ډول د جګړې په ډګر کي د خپلي ماتي د پټولو ناکامه هڅه کوي. وسله والو طالبانو پر یادو مراسمو د برید پړه پر غاړه اخیستې ده. طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چي په دې برید کې یې ګڼو دولتي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...