راپور: جواد داوري
چاودیدونکي توکي په ګلدانیو کي ځاي پرځای سوي وه.
هلمند والي جنرال محمد یاسین د چاودني له ځایه ورغ وتلي خو یوشمیر دولتي چارواکو تر څنګ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله رسیدلي ده.
په لښکرګاه کي د ایمرجنسي روغتون د معلوماتو پر اساس څلور جسدونه او ۳۱ ټپیان روغتون ته انتقال سوي دي.
ټاکل سوې وه چي پرون جمعې په ورځ د بزګر ورځ و لمانځل سي د امنیتي راپورونو پر اساس ددې ورځي لمانځنه نن د شنبي ورځي ته وځنډیدل سهار شاوخوا لس بجي کله چي د هلمند والي او یوشمیر چارواکو د کرنیزو غرفو څخه لیدنه کول په دوو ګلدانیو کي ځاي پرځاي سوي چاودیدونکو له امله چاودنه رامنځته سوه چي د یوشمیر دولتي چارواکو او ملکي وګړو په ګډون شاوخوا ۳۱ کسان ټپیان او د هلمند اقتصاد ریس محمد خان نصرت په ګډون څلور تنه ووژل سوه.
تر چاودني وروسته د هلمند والي د یوې خبري ناستي پرمهال رسنیو ته معلومات ورکړل او هغه راپورونه يې رد کړل چي نوموړي هم په دې پیښه کې زخمي سوی دی.
هلمند والي وايي د پیښي په تړاو په څیړنه کوي او هغه امنیتي مسولین چي غفلت يي کړي وي سزا به ویني.
عیني شاهدان وايي د چادوني پرمهال د کرنیزو غرفو په شاوخوا کي ډیر کسان راټول سوې وه او چاودنه هم په ګڼه ګوڼه کي رامنځته سوه.
تر چاودني وروسته لس دقیقي په لوبغالي کي له څو طرفه سرتیرو ډزي کولي له همدي امله هم یوشمیر کسان د سړو مرمیو له امله ټپیان سوه.
په لښکرګاه کي د ایمرجنسي روغتون د معلوماتو له مخي یوشمیر ټپیان چي سر سري وه له روغتون څخه رخصت سوي دي او هغه کسان چي د چاودني د ځای سره نژدې وه په روغتون کي تر درملني لاندي دي.
دا چاودنه په داسي حال کي رامنځته کیږي چي کشفي ارګانونو یوه اونۍ وړاندي د احتمالي بریدونو خبر ورکړي وه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون