د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغان سولي په تړاو په واشنګټن کي د امریکا، روسیې، چین او اروپایي ټولني د ګډې ناستي هرکلی کړی دی.
د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره سوې اعلامیه کي راغلي، سربېره پر دې پخواني ولسمشر د نړۍ د سترو هېوادونو تفاهم او همکاري د افغان سولي او ثبات لپاره مهم عنصر بولي. اعلامیه کاږي، کرزی په افغانستان کي د تلپاتي سولي په راوستو کي د افغانانو ترمنځ د همه شموله او ریښتیني بین الافغاني مذاکراتو رول حیاتي ګڼي او د هغو پر ملاتړ او پیاوړتیا ټینګار کوي. دا په داسي حال کې ده چي د افغان سولي لپاره د امریکا ځانګړي استازي د روسیې، چین او اروپایي ټولني له استازو سره پر افغان سوله خبري کړي دي او په دې تړاو یې ورته پر وروستیو پرمختګونو معلومات ورکړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون