په روان لمریز کال کي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي کچي زیاتیدو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون اندېښنې راپارولي دي.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د روان لمریز کال پیل د ملکیانو لپاره خونړی بولي او وایي چي دغه وضعیت باید داسي دوام ونه کړي او ښکیل اړخونه دي د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي.
د یاد کمیسیون اجراییوي رییس موسی محمودي وایي، د روان لمریز کال په لومړیو درییو ورځو کي په هلمند، کندوز او کابل کي ملکیانو ته د مرګ ژوبلي اوښتلو خلک اندیښمن کړي دي.
هغه د ملکي تلفاتو ډیریدل وغندل او له ښکیلو اړخونو یې غوښتنه وکړه چي د خپلو بریدونو پر مهال د ملکیانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون