کډوال وايي، په کندهار کي د مرستو د سروې او ویش پروسه شفافه نه ده

راپور: محمد یار مجروح

یو شمېر کډوالي سوي کورنۍ وايي، له میاشتو میاشتو راهیسي يې ولایتي ادارې ته د مرستو غوښتنلیکونه ور وړي، خو تر اوسه ورسره کومه مرسته نه ده سوې.

بلخوا اړوند مسؤلین وايي، یو شمېر کورنۍ چي  یو ځل ورسره مرسته سوې بیا غواړي مرسته تر لاسه کړي.

کندهار ته هره ورځ له شلو څخه تر دېرش کورنۍ پوري کډوال راځي چي د کار د نشتوالي له امله مجبوره دي چي یا سوال وکړي او یا هم دولتي ادارو ته د مرستي غکوښتنلیکونه ور وړي.

له راغلو کډوالو سره  اړوند ادارې تر دریو میاشتو پوري مرستي کوي تر څو کډوالي سوې کورنۍ د ځان لپاره د سرپنا ځای او کار پيدا کړي.

خو په کندهار کي هره ورځ سلګونه کډوال دولتي ادارو ته د مرستي غوښتلو لپاره ورځي.

یو شمېر کډوال وايي، د مرستو د سروې او ویش لړۍ شفافه نده او د اړیکو پر اساس مرسته ویشل کیږي.

په ورته وخت کي د دکندهار د کډوالو او طبعي پيښو سره د مبارزې ریاستونه وايي، په دغه ولایت کي يې ۵ زره کورنۍ سروې کړي چي تر دا مهاله يې څلور زره کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستي رسولي دي.

دوی وايي، یو تعداد کورنۍ چي یو ځل ورسره مرستي سوي بیا غواړي مرستي تر لاسه کړي او همدارنګه د مرسته سوو کسانو بیا پيژندنه خورا سخته ده.

کندهار ته راغلي کډوال پر داسي مهال د مرستو د سروې او ویش د شفافیت څخه سر ټکوي چي تر دې وړاندي د وروستیو اورښتونو له امله سیلاب ځپلو هم شکایت درلود چي د ولایتي ادارې له لوري ورسره سوې مرستي د دوی د کورنیو لومړنۍ اړتیاوي هم نسي پوره کولای.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...