راپور: مهتمم صالح
په افغانستان کي د سويډن سفير اولوف ټیوبایس کندهار ته د سفر پر مهال وويل، د ډيرو کلونو را وروسته دا لومړی ځل دی چي د سولي لپاره د حقیقي پروسې زمینه برابره سوې او دی په دې باوري دی چي ښکیل اړخونه به یو ځای د سولي لپاره کار کوي.
دی وايي، د سولي په برخه کي هر ډول همکارۍ ته اماده دي او هيله لري، چي د ښکېلو اړخو تر منځ به د سولي خبري کيږي، چي اوس امريکا کوښښ کوي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو زمينه برابره کړي.
ده وویل، سویډن ژمن دی، تر څو د افغانستان سره خپلي اوږد مهالي همکارۍ ته ادامه ورکړي او دلته د افغان دولت سره د سیاسي همکار په توګه فعاليت کوي.
بلخوا د کندهار د ولایتي شورا رئیس سيدجان خاکرېزوال وايي، د سولي پروسه باید په ښه ډول پرمخ ولاړه سي او کوم خنډ ورته جوړ نه سي.
دی وايي، د سولي لپاره دي موقت حکومت جوړ او ټاکني دي وسي تر څو ټول اړخونه ګډون پکښي وکړي.
که څه هم د قطر غوڼدو ته ډېری افغانان هیله مند دي، خو دغه پروسه ځنډنۍ سوې او امريکا ويلي، چي دوی تر اوسه د طالبانو سره هيڅ هوکړي ته نه دي رسېدلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون