د روغتیا مسؤلین وايي، د نري رنځ ناروغي لا هم د خپریدو په حال کي ده

راپور: محمد یار مجروح

نری رنځ د نړۍ په کچه د لسو هغو ناروغیو په جدول کي راځي چي ډیری کسان ورباندی اخته کیږي.

د کندهار د روغتیا مسؤلین وايي، په دغه ولایت کي د نري رنځ ناروغي د تیرو کلونو په نسبت ډېره سوې او ډیری کسان ورباندي اخته سوي دي.

په کندهار کي د نري رنځ پروګرام مسؤل ډاکټر محمدنسیم افغان وايي، تیر کال یې نژدې شل زره ناروغان تشخیص کړي چي له جملي یې ۱۴۲۸ د نري رنځ مثبتي پيښي ثبت کړي دي.

دده په خبره دنري رنځ د پيښو د مخنیوي لپاره د کندهار په ۴۷ روغتیايي مرکزونو کي د نري رنځ تشخیص او درملنه کیږي او همدارنګه وخت پر وخت د هغه کورنیو څارنه کوي چي د نري رنځ ناروغ پکښي اوسیږي.

نري رنځ د نړۍ په کچه یوه وژونکې انتاني ناروغي بلل کیږي او درملنه یې زیات وخت ته اړتیا لري خو په افغانستان کي د صحي تبلیغاتو د نشتوالي له کبله ناروغ ډ ډیری وخت لپاره د نري رنځ درمل نه خوري.

مهاجرت، غربت او فقر نور هغه لاملونه دي چي دغه ناروغي ورځ تر بلي ډیریږي.

د عامه پوهاوي د نشتوالي له امله د نري رنځ ناروغي په افغانستان کي یوه لویه روغتیايي ستونزه بلل کیږي او د ټول هیواد په کچه ۲۷ سلنه د نري رنځ ناروغان د تشخیص او درملني څخه پاته دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخي په تېر کال کي د ټول افغانستان په کچه ۴۸۸۰۰ د نري رنځ ناروغان ثبت سوی او درملنه یې روانه ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...