په کندهار کي د ځوانانو د مدني ټولني، ښاروالۍ او د پوهني رياست له خوا د زده کوونکو په لاس د کاغذانو او پلاستیک د ضايعاتو څخه د جوړ سويو لاسي صنایعو نندارتون او د جنرال عبدالرازق پر واټ باندي د دوولس سوه نيالګيو د ايښولو کمپاین تر سره سو.
په ټولنيزو چارو کي د کندهار مرستيال والي، حاجي اغالالی دستګري وايي، دغه ډول نندارتونونه او پروګرامونه ځوانان د خپل وطن سره ميني ته هڅوي او د دې څرکندونه کوي چي افغانان ښځي کولای سي د لاسي صنعت په برخه کي ښه پرمختګ وکړي.
دغه راز د کندهار سرپرست ښاروال محمد نسيم رضايي او د ځوانانو د مدني ټولني مسول وايي، د دغه ټولني دا څلورم ځل دی چي په کندهار کي د نيالګيو ايښولو پروګرامونه جوړوي سلګونه نیالکي کښېنوي خو سږ کال یې له ضایعاتو څخه د لاسي صنایعو نندارتون هم جوړ کړی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون