په هرات ولایت کي د افغان سولي څخه د ملاتړ په موخه غونډه ترسره سول

راپور: غلام فاروق رسولي

د سولي پروسې په ملاتړ دا غونډه چي د افغان ځوانانو د ولسي حرکت له لوري په لار اچول سوې وه، په لار اچوونکو یې موخه و نړیوالو ته د افغان ځوانان د سولي غوښتني څرګندول په ګوته کوي.

د دې پروګرام په لار اچوونکي وايي، که د ملي يووالي حکومت د ځوانانو ونډه په حکومتي چارو کي ډېره کړي  او ځوانان د سولي د خبرو د رواني لړۍ په مذاراتو کي شریک کړي نو يو ټولېزه سوله به په هیواد کي حاکمه سي.

په ورته وخت کي په دې غونډه کي يو شمېر راغلي ځوانان وايي، که حکومت دوی ته په چارو کي ګډون ورکړي او له ځوانانو څخه پوره ملاتړ وکړي، هم به په اداري چارو کي روڼتیا راسي او هم به د سولي د لړۍ د پرمختګ شاهد و اوسو.

په همدې حال کي په هرات ولایت کي يو شمېر مدني فعالان وايي، چي په دولت کي د ځوانانو ونډه او رول کم رنګه دي او که چیري یو شمېر ځوانان هم ونډه لري د هغوی شتون په سمبولیکه بڼه دی.

د سولي پروسې څخه د ملاتړ په پار دا غونډه کي همداشان ټینګار وسو چي باید د سولي خبري د افغانانو په مشري او د جنګ د ښکیلو ټول غاړو په شتون کی تر سره سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...