ترکي چارواکي وایي، په دې پېښه کي د دریو ښځو او یو ماشوم په ګډون څلور افغان کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ترکي چارواکو په خبره دا کښتۍ تېره ورځ د ترکیې د اوبو په شمالي برخه کي ډوبه سوې ده.
چارواکي زیاتوي، د ژغورني د عملیاتو په پایله کي ۱۱ هغه کډوال چي غوښتل یې په غیر قانوني ډول اروپا ته لاړ سي خلاص سوي دي.
د هغوی په خبره په دې کښتۍ کي د افغان او ایراني کډوالو په ګډون ۱۵ کسان سپاره وو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون