په کندوز کي ټول ۵۱۶ ښوونځۍ سته چي د ۲ ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پرمخ لا هم ددې امله تړل سوي چي امنیتي ځواکونه پکښې مېشت دي

راپور؛ نورګل اندړوال
کندوز کي سږ یوڅه په ځنډ نوي ښوونیز کال پیل اودښوونځيو زنګ ووهل سو.
اوس چې ټول کندوز (۳۷۴۰۰۰) درې سوه څلور اویا زره انجوني او هلکان په زده کړو بوخت دي .

پوهني ریاست وايي  دا شمیره به سږ کال نوره هم لوړه سي.
نجیب الرحمن ثاقب دکندوز دپوهني ریس وايي، ولسوالیو کي ۰۰ ۱۳ بالمقطه ښوونکي جذب کوي  ترڅو په تدریستي برخه کي زده کوونکي دښوونکو له کمښت سره مخ نه سي.

اوس چي کندوز کي لاهم دوه ښوونځيو نه نظامي ځواکونو پوستي جوړيکړي زده کوونکي وايي دجګړې ښکېل اړخونه باید علمي مرکزونو نه دسنګر په ډول ګټه پورته نه کړي.
دکندوز  مرستیال والي  حشمت الله رحيمي بیا مني چي دوه ښونځیو کي افغان ځواکونه مېشت دي خو وايي ژر به دغه ښوونځۍ  بیرته دزده کوونکو پرمخ خلاص کړي.
کندز کي که څه هم په یو شمیر سیمو طالبان واکمن دي خو د قومي شوراګانو او قومی مشرانو په منځګړتوب دټولو ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پرمخ خلاصی دي او زده کوونکي په ډاډه زړه خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...