راپور: مهتمم صالح
د افغانستان د کرکيټ بورډ رئیس وايي، دغه مېلمستون د هند هيواد په مالي مرسته په ۱۶ مياشتو کي جوړيږي.
په کندهار کي د کرکيټ د لوبغالي لپاره د يو مجهز مېلمستون د جوړېدو د بنسټ ډبره کښېښول سوه.
د افغانستان د کرکيټ بورډ عمومي رئیس عزيزالله فضلي وايي، دغه مېلمستون د ۳۵۰ زره امريکايي ډالرو په لکښت جوړيږي چي د هندوستان هیواد لخوا ورکول کيږي.
فضلي وايي، دغه ميلمستون د ۱۶ مياشتو په موده کي جوړيږي او د کورني لوبغاړو تر څنګ به بهرني لوبغاړي هم پکښي اوسي.
بلخوا د کندهار مرستيال والي حاجي اغالالی دستګري وايي، ورزش د سولي او ملي يوالي لپاره سمبول ګڼل کيږي او په دغه برخه کي هڅي د ستايلو وړ دي.
دستګري د هند هيواد څخه مننه وکړه او ويې ويل، چي هند هيواد په بيلابیلو برخو کي د افغانستان سره مرستي کړي.
دغه مېلمستون پر داسي مهال جوړيږي، چي اوس مهال په هلمند او زابل ولايتونو کي د کرکيټ ميدانونه د ۷۵۰ زر امريکايي ډالرو په لګښت جوړيږي، چي د کرکيټ بورډ مسولين وايي، د دغه ميدانونو ۸۰ سلنه کار بشپړ سوی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون