سیمه ییز چارواکي: غزني کي طالبان خپل تعلیمي نصاب پلي کوي

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وایي وسله وال طالبان د نوي تعلیمي کال له پیلیدو سره سم د دې ولایت په ځینو سیمو کي هڅه کوي خپل تعلیمي نصاب پلی کړي.
د یاد ولایت د ولایتي شورا غړی حسن رضا یوسفي وایي، طالبانو د خپل تعلیمي نصاب د پلي کېدو تر څنګ ښځینه ښوونکو او زده کوونکو ته هم ځیني اصول او مقررات وضع کړي دي.
د نوموړي په خبره طالبانو ښځینه ښوونکو ته ویلي چي ښوونځۍ ته د تګ پر مهال دې سینګار نه کوي او زده کوونکي دي هم د تنګو لباسونو پر ځای ازاد کالي واغوندي. هغه وویل طالبانو ویلي چي هلکان دي هم پتلون نه اغوندي او په خپل وطني لباس کي دي ښوونځیو ته ولاړ سي.
خو د پښتون مېشتو سیمو اوسېدونکي بیا وایي دوی اعتراض نه لري ځکه مخکي یې ښوونځۍ بند وو، اوس چي طالبانو اجازه ورکړې خوښ دي. د غزني د معارف چارواکو او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...