پاکستاني حکومت یو ځل بیا بلوچستان ایالت ته د منظور پښتین پر تګ بندیز لګولی دی.
د بلوچستان حکومت ویلي منظور پښتین تر ۹۰ ورځو پوري دغه ښار ته سفر نه سي کولای. پر نوموړي دا بندیز وروسته له هغه لګول سوی دی چي هغه په تېره غونډه کي په بلوچستان کي د جلسو کولو اعلان وکړ.
د یاد غورځنګ د مرکزي کمېټې غړې ثنا اعجاز وایي، پاکستان کي ترهګري ډلي او غیر مسٔوول وسله وال په ښکاره ګرځي خو د دوی پر غورځنګ چي د امن غوښتنه کوي بندیزونه لګول کېږي.
هغې پاکستانی حکومت ته ویلي، دا ډول محدودیتونه ددوی ارادې لا پیاوړي کوي او په هیڅ صورت به د پښتنو لپاره له حق غوښتلو راونه ګرځي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون