د سه شنبې په ورځ د ترکيي هيواد يوې خيريه ټولني په کندهار کي د ۱۱۰ سیلاب ځپلو کورنيو سره د خوراکي او نورو اړينو توکو مرسته وکړه.
په ټولنيزو چارو کي د کندهار ولايت مقام مرستيال اغالالي دستګيري د دغه مرستي د توزيع پرمهال په وويل، دا مرسته به د کندهار د بېلابېلو سيمو پر هغه کورنيو وېشل کېږي، چي په دې ورستيو سیلابونو کي ورته مالي او ځاني زیانونه اوښتي وي.
په افغانستان کي د ترکيې د ټیکا ادارې استازي ریجا کلینج وويل، چي هیواد او خلک يې چمتو دي ترڅو هر وخت د اړتيا په صورت کي د افغانانو او په ځانګړي ډول د کندهاريانو سره مرستي ترسره کړي.
دی وایي، چي نور به هم دغه ډول مرستو ته دوام ورکړي او د سيلاب ځپلو کورنيو سره به په نورو برخو کي هم مرسته وکړي.
دغه راز هغه کسانو چي مرسته یې تر لاسه کړي خوښي ښيي چي دا ډول مرستي تر لاسه کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون