د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اوسیدونکي د نوي ماسټر پلان له تطبیق څخه راضي نه دي

راپور: محمد یار مجروح

د کندهار د بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي د نوي ماسټر پلان له تطبیق څخه راضي ندي او وايي که ماسټر پلان تطبیق سي، تجارتي مارکېټونه به يې ونړیږي او په زیات شمېر کسان به بیکاره سي.

په افغانستان کي د نوي ماسټر پلان تطبیق د حکومت لپاره په یوه لویه او جدي ستونزه اوښتی دی.

د بولدک اوسېدونکي وايي، اوسنی ښار هم د ماسټر پلان له مخي جوړ سوی خو ښاروالي غواړي بیا د ښار تجارتي مارکېټونه ونړوي.

په ورته وخت کي د بولدک ولسوالۍ ښاروال امین الله فضلي د خلګو ستونزي پر ځای بولي خو زیاتوي چي د ماسټر پلان تطبیق حتمي دي.

دده په خبره د بولدک ولسوالۍ زیات شمېر اوسېدونکي د ماسټر پلان له تطبیق څخه خوښ دي او کم شمېر یې مخالفت کوي.

دی همدارنګه د کندهار له ولایتي ادارې غوښتنه کوي تر څو د ماسټر پلان په تطبیق او د خلګو د ستونزو په هوارۍ کي همکاري وکړي.

د کندهار والي حیات الله حیات وايي، د بولدک په هغه سیمه کي چي تجارتي مارکېټونه نسته ماسټر پلان دي تطبیق سي.

دی زیاتوي چي د یادي ستونزي لپاره به تخنیکي پلاوی وټاکي تر څو سیمه له نژدې وګوري.

حیات همدارنګه وايي، تر څو چي يې د خلګو رضایت نه وي حاصل کړي ماسټر پلان به نه تطبیق کیږي.

د کندهار دبولدک ولسوالۍ په مینځ کي غځېدلی سړک د افغانستان او بلوچستان تر منځ لویه ټرانزیټي لار ده چي هره ورځ ورباندي په لسګونه زره کسان او لوی باروړنکي موټر تګ راتګ کوي.

خو په افغانستان کي د ماسټر پلان تطبیق ځکه په سرخوږي اوښتی چي افغان حکومت د بودیجې د کموالي له امله خلګو ته د استملاک سوو ملکیتونو پيسې نسي ورکولای.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...