د کندهار اوسیدونکي وايي، د سولي مشورتي جرګې ته دي د ملت حقیقي استازي وټاکل سي

راپور: محمد یار مجروح

د سولي مشورتي جرګه به د ثور میاشتي پر اتمه نیټه په کابل کي جوړه سي چي د ټول افغانستان په کچه به پکښي د خلګو استازي ګډون ولري.

د کندهار اوسېدونکي د سولي مشورتي جرګې مهمه بولي خو زیاتوي چي ګډونوال یې باید د ملت حقیقي استازي وي او د استعداد پر اساس وټاکل سي.

دوی په دغه جرګه کي د ځوانانو ونډه هم خورا اغیزمنه بولي، او وايي، دسولي وروستي پرمختګونه دي خلګو ته روښانه کړي.

د سولي په دغه مشورتي جرګه کي د ګډونوالو ۳۰ سلنه يې د ښځو برخه ټاکل سوې ده.

د کندهار ولایت څخه به په مشورتي جرګې ۶۶  کسان ګډون کوي چي نیمه برخه به يې د ولسوالیو د خلګو استازي وي.

د کندهار د ولایتي شورا رئيس سیدجان خاکرېزوال وايي، د سولي په مشورتي جرګه کي به د قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالینو، د ښځو او ځوانانو له منیځ څخه وړ کسان وټاکل سي  او پر دې به وږغیږي چي څنګه د دولت له مخالفو ډلو سره خبري وکړي.

دده په خبره د خلګو لپاره په اوسني وخت کي تر هر څه سوله مهمه ده.

سیدجان خاکرېزوال وايي، داچي د طالبانو مشران له همدې سیمي دي نو باید له کندهاره د سولي په جرګه کي د ګډونوالو شمېر زیات واي خو مرکزي ادارې پدې برخه کي بې غوري کړې ده.

دده په خبره د سولي مشورتي جرګې لپاره ګډونوال به له ټاکنو وروسته یوه لویه غونډه وکړي تر څو مرکزي ادارې ته د خلګو اساسي غوښتني او مشورې وړاندي کړي.

د یو شمېر سیاسي شنونکو په نظر د سولي مشورتي جرګه هغه مهال ښه پایله لرلای سي چي ولسمشر د ملت د استازو مشورې په حقیقت کي ومني.

دوی زیاتوي حکومتونه ډیری وخت په دا ډول جرګو کي یوازي خپل طرفداره کسان ورغواړي خو که  د سولي په راتلونکې جرګه کي همداسي وسي کومه مثبته پایله به ونلري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...