د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی دی چي هېواد یې نور ډک سوی دی او غیر قانوني کډوالو لپاره ځای نه لري.
ټرمپ دا خبره د امریکا په جنوب کي د مکسیکو پولي ته د سفر پر مهال کړې ده.
ټرمپ چي پرون یې د کلیفورنیا په سرحدي ښار کي له یو شمېر چارواکو سره خبري کولي دغه راز هغو کسانو ته په خطاب کي چي په امریکا کي په غیر قانوني توګه اوسي وویل، بېرته په خپله مخه ولاړ سئ. ټرمپ ویلي، ده د خپلي ولسمشرۍ په دوره کي سرحدي امنیت جدي نیولی دی او څو پوري چي خپلي موخي ته رسېدلی نه وي هیڅ ډول فشار ته به غاړه نرمه نه کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون