نوموړي له سي بي ایس شبکې سره په مرکه کي ویلي، امریکا به هڅکله داسي یو هېواد ته د اټومي ځواک جوړولو اجازه ورنه کړي چې بیا اسراییل او امریکا ته په یو ګواښ بدل سي. هغه زیاته کړې دوی به په هیڅ صورت د ۱۵۰ میلیارده ډالرو په بدل کي سعودي پر یو اټومي ځواک بدل نه کړي. پومپیو دغه راز زیاته کړې، دوی نه یوازې سعودي بلکي هېڅ داسې یو هېواد ته د اټومي ځواک جوړېدلو اجازه نه ورکوي چي بیا یو وخت امریکا او د یاد هېواد متحدین وګواښي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون