Author Archives: asad noori

د کندهار اوسېدونکي: افغانان د ډاکټر نجيب د وخت تجربې بیا تکرار نه کړي

رپوټ: مهتمم صالح له هغه وروسته چي وسله والو طالبانو خبر وکړ، چي د بهرنيو ځواکونو سره سوله سوې او پر افغان ځواکونو بریدونه کوي د ډېرو افغانانو غبرګونونه راپارېدلي دي. د کندهار یو اوسېدونکی عبدالشکور څپاند وايي، افغانان بايد د ډاکټر نجيب د وخت تجربې بيا تکرار نه کړي او بايد داسي سوله وسي، چي اوسني پرمختګونه پکښي خوندي ...

Read More »

په کندهار کي یوه ملي سوداګر له ښاروالۍ سره مرسته وکړه

رپوټ: خالد همت د کندهار یو تن ملي سوداګر چي په بهر کي اوسیږي، له ښاروالي سره یي د یوه عراده تراکتور او د ابو ټانکر مرسته وکړه او ۱۰ تنه کاریګر یي د شپږو میاشتو لپاره په خپله بودیجه ګمارلي، چي په دوهمه ناحیه کي د ښاروالي له کاري پرسونل سره د تنظیف، او سرسبزي په برخه کي کار ...

Read More »

د کندهار اوسېدونکي: په ښار او ځینو نورو سیمو کي کوڅه ډبه او لېوني سپي ډېر سوي دي

رپوټ: خالد همت د کندهار اوسېدونکي وایي، په ښار او ځینو ناحیو کي لېوني او کوڅه ډبه سپي ډېر سوي دي چي خلګو ته ئې ستونزي جوړي کړي دي. دوی وایي، له دغه سپیانو څخه خلګ خپل ورځنی ژوند په سم ډول نه سي کولای او کوچنیان هم ښوونځي او مدرسې ته نه سي تللای. دوی له مسئولینو څخه غوښتنه ...

Read More »

کندهاریان: د وسله والو طالبانو د بريدونو بيا پیل دوی اندېښمن کړي دي

رپوټ: مهتمم صالح وړمه ورځ وسله والو طالبانو اعلان وکړ، چي د موافقې په خاطر له بهرني ځواکونو سره اوربند سوی، خو د افغان ځواکونو سره جنګ کوي، چي ورسره برايي شپه د کندهار په ګډون د هيواد په بېلابيلو ولايتو کي پر نظامي پوستو بريدونه سوي دي. کندهاريان دغه بريدونو اندېښمن کړي دي او وایي، د جنګ ښکېلي غاړي ...

Read More »

کندهاریان: د بین الافغاني مذاکراتو پر مهال دي د هيواد موجوده نظام، پوځ او پرمختګونو ته پاملرنه وسي

رپوټ: مهتمم صالح ټاکل سوې ده، چي د رواني مېلادي مياشت پر لسمه به د سولي بین الافغاني مذاکرات شروع سي، خو وسله والو طالبانو څو واره ويلي او اوس هم پر دې ټينګار کوي، چي دوی د افغان حکومت سره خبري نه کوی او يوازي د هغه سياسينو سره خبري کوي، چي هغوی د حکومت استازيتوب نه کوي. خو ...

Read More »

امریکا: له طالبانو سره د سولي هوکړه لیک کي دوه محرم اجرايي اسناد سته

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وایي، له طالبانو سره  په “افغانستان کي د سولي راوستلو په تړون” کي دوه محرم اجرايي اسناد موجود دي. د امریکا د بهرنیو چاور وزیر مایک پومپیو چي پرون ئې د سي بي اېس ټلوېزیون سره خبري کولې وویل، د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولي په هوکړه لیک ...

Read More »

په کندهار کي سلګونو ولسي خلګو د سولي د هوکړه لیک هر کلی وکړ

د کندهار نننۍ غونډه چي د قومي مشر شاه ولي خان کرزي له خوا را بلل سوې وه، د کندهار د ټولو ولسوالیو اوسېدونکو پکښي ګډون کړی وو. د غونډي برخه والو و ويل چي افغانان له دوامداره جګړې څخه ستړي دي او په دې اوږده جګړه کي ئې د سر او مال درانه زیانونه لیدلي دي. دوی زیاته کړه ...

Read More »

کندهاریان: د سولي موافقې ته دي خو د جنګ ښکېلي غاړي دي بین الافغاني مذاکراتو ته زمينه برابره کړي

رپوټ: مهتمم صالح پرون په قطر کي د وسله والو طالبانو او امريکا تر منځ د سولي موافقه لاسليک سوه، چي دغه موافقې ته ډېر افغانان لېواله وه. د کندهار اوسېدونکي وايي، د سولي دغه موافقې ډېر خوشحاله کړي دي او تمه لري، چي په هيواد کي به سوله راځي. دوی وايي، اوس ښه زمينه برابره سوې څو بین الافغاني ...

Read More »

کندهار: سلګونو ولسي خلګو په قطر کي د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړه لیک هرکلی وکړ

په کندهار کي سلګونو ولسي خلګو د یوې پراخي غوڼدي په ترځ کي د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کي د سولي د هوکړه لیک هر کلی وکړ او د دایمي سولي غوښتنه ئې وکړه.دوی وويل چي افغانان له دوامداره جګړې څخه ستړي دي او په دې اوږده جګړه کي ئې د سر او مال درانه زیانونه لیدلي دي.دغه ...

Read More »

په نوي ډهلي کي په تاوتریخوالي کي د لاس درلودلو په تور سلګونه کسان نیول سوي دي

هندوستان وايي په نوي ډهلي کي ئې په تاوتریخوالي کي د لاس درلودلو په تور سلګونه کسان نیولي دي. پولیسو ویلي، روانه اوونۍ لږ تر لږه ۳۸ کسان د مذهبي تاوتریخوالي په پېښو کي ووژل سو. د نوي ډهلي د پولیسو ویاند اېم اېس راندوا د جمعې په ورځ و ویل، چي پولیس شواهد ټولوي او هغه وېډیوګاني ارزوي چي ...

Read More »