رپوټ: مهتمم صالح
ټاکل سوې ده، چي د رواني مېلادي مياشت پر لسمه به د سولي بین الافغاني مذاکرات شروع سي، خو وسله والو طالبانو څو واره ويلي او اوس هم پر دې ټينګار کوي، چي دوی د افغان حکومت سره خبري نه کوی او يوازي د هغه سياسينو سره خبري کوي، چي هغوی د حکومت استازيتوب نه کوي.
خو د کندهار ښاريان وايي، د بین الافغاني مذاکراتو پر مهال دي، د هيواد موجوده نظام ته صدمه نه رسېږي او اوسنی پوځ او پرمختګونه دي د منحل کېدو څخه وژغورل سي.
دوی زياتوي اوس هيواد د عصري زده کړو په برخه کي تر ماسټرۍ پوري علمي کدرونه روزلي دي او بايد د هغوی ساتنه وسي.
دوی وايي، که د سولي له پاره خبري کيږي، نو د ښځو موجوده حقوق دي هم په نظر کي ونيول سي او هغوی ته دي د کار او زده کړي زمينه لاهم برابره سي.
د ښاريانو په خبره، اسلام ښځو ته د زده کړو حق ورکړی دئ، نو بايد د دوی دغه حق د سولي له پاره قرباني نه سي.
دوی غوښتنه کوي، چي اوسنی اساسي قانون هم بايد پر خپل ځای پاته وي او بايد له منځه ولاړ نه سي، خو په لږه اندازه د ځينو مادو د اضافه کولو او تغير مخالفت نه کوي.
تېره شنبه د وسله والو طالبانو او امريکا تر د سولي موافقه لاسليک سوه او د بین الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره شرط دا دئ، چي باید د طالبانو پنځه زره بنديان خوشي کړل سي، خو ولسمشر غني وايي، دوی نه سي کولای، چي د طالبانو ۵۰۰۰ بنديان په لنډ وخت کي خوشي کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون