د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وایي، له طالبانو سره په “افغانستان کي د سولي راوستلو په تړون” کي دوه محرم اجرايي اسناد موجود دي.
د امریکا د بهرنیو چاور وزیر مایک پومپیو چي پرون ئې د سي بي اېس ټلوېزیون سره خبري کولې وویل، د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولي په هوکړه لیک کي دوه نور اجرايي محرم اسناد هم سته.
هغه زیاته کړه: “دوه اجرايي عنصرونه سته، دا دواړه محرم دي، دا اجرايي نظامي اسناد دي، چي زموږ د پوځیانو د مصئونیت له پاره مهم دي، د کانګرس هر غړي ته به دا دوه محرم اسناد وښودل سي.”
پومپیو وايي، دا تړون “شفاف” دئ او له دې ور ها خوا هيڅ بله معامله نه سته.
نوموړي دا هم وویل، چي دا تړون “ژور، پېچلي او ښه سنجول سوي میکانیزمونه” لري، چي پر بنسټ ئې امریکا د ښکېلو اړخونو نظارت او له هغوی سره حساب او کتاب کولای سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون