د کندهار نننۍ غونډه چي د قومي مشر شاه ولي خان کرزي له خوا را بلل سوې وه، د کندهار د ټولو ولسوالیو اوسېدونکو پکښي ګډون کړی وو.
د غونډي برخه والو و ويل چي افغانان له دوامداره جګړې څخه ستړي دي او په دې اوږده جګړه کي ئې د سر او مال درانه زیانونه لیدلي دي.
دوی زیاته کړه جنوبي ولایتونه چي د لسیزو راهیسي د هیواد د نورو برخو په څېر د جګړې او تاوتریخوالي ترخه تجربه لري، اوسېدونکي ئې د سولي له روان بهیر څخه په کلکه ملاتړ کوي.
د کندهار ولسي مشرانو و ويل چي د جګړې د پای او سولي ته د رسېدو له پاره د هر هغه حرکت ملاتړ کوي، چي په پايله کي ئې په هیواد کي دوامداره سوله رامنځته سي.
د سولي په ملاتړ په نننۍ غونډه کي ښځینه ویناوالو هم د جګړې د ژر تر ژره پایته رسېدو غوښتنه وکړه.
د سولي په ملاتړ د نننۍ غوڼدي برخه والو په یوه درې ماده ایزه پرېکړه لیک کي دايمي سولي ته د رسېدو له پاره خپلي غوښتني هم مطرح کړې.
د پریکړه لیک په یوه برخه کي راغلي چي د کندهار ولسونه په قطر کي د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو ترمنځ د سولي د لومړنیو ګامونو د پورته کېدو څخه هرکلی کوی او دا دایمي اوربند او سولي ته د رسېدو یو غوره فرصت ګڼي.
همدا رنګه ئې پر افغان حکومت ږغ وکړ چي د سولي د پروسې له انحصار څخه ډډه وکړي او ټول افغانان باید په دې ملي او ضروري بهیر کي خپل ځانونه وویني.
د نننۍ غونډي برخه والو له سوله والو طالبانو هم وغوښتل چي دایمي سولي ته د رسېدو له پاره خپله ملي اراده وښيي او ژر تر ژره د بين الافغاني خبرو د پيل له پاره عملي ګامونه واخلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون