کندهاریان: د وسله والو طالبانو د بريدونو بيا پیل دوی اندېښمن کړي دي

رپوټ: مهتمم صالح

وړمه ورځ وسله والو طالبانو اعلان وکړ، چي د موافقې په خاطر له بهرني ځواکونو سره اوربند سوی، خو د افغان ځواکونو سره جنګ کوي، چي ورسره برايي شپه د کندهار په ګډون د هيواد په بېلابيلو ولايتو کي پر نظامي پوستو بريدونه سوي دي.

کندهاريان دغه بريدونو اندېښمن کړي دي او وایي، د جنګ ښکېلي غاړي دي له جنګه لاس واخلي او د خبرو او مرکو په واسطه دي دغه ستونزي حل کړي.

دوی وايي، دا مناسبه نه ده، چي وسله وال طالبان د امريکا سره سوله خو د افغان دولت سره د جنګ اعلان کوي.

دوی وايي، د جنګ ښکېل اړخونه دواړه افغانان دي او د يوه دين پیروان دي، نو بايد دوی جنګ بس کړي او د ورور وژني څخه لاس واخلي.

د ښاريانو په خبره د جنګ ډېر قربانيان عام خلګ دي او د هغوی ژوند ئې په خطر کي اچولی دئ.

دوی وايي، د تاوتريخوالي د کمېدو سره د مرګ ژوبلي ګراف هم کم سوی وو، خو اوس چي بیا جنګ زيات سوی دئ، د خلګو اندېښنې هم ورسره ډېري سوي دي.

د يادولو وړ ده، چي د کندهار په پنځو وسلواليو لکه شاولي کوټ، معروف، غورک، خاکرېز او ميوند کي د افغان ځواکونو پر پوستو بريدونه سوي دي او ويل کيږي، چي د هلمند په ناوې او د زابل په ښار صفا ولسواليو کي هم بريدونه سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...