کندهار: سلګونو ولسي خلګو په قطر کي د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړه لیک هرکلی وکړ

په کندهار کي سلګونو ولسي خلګو د یوې پراخي غوڼدي په ترځ کي د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کي د سولي د هوکړه لیک هر کلی وکړ او د دایمي سولي غوښتنه ئې وکړه.
دوی وويل چي افغانان له دوامداره جګړې څخه ستړي دي او په دې اوږده جګړه کي ئې د سر او مال درانه زیانونه لیدلي دي.
دغه راز دوی زیاته کړه جنوبي ولایتونه چي د لسیزو راهیسي د هیواد د نورو برخو په څېر د جګړې او تاوتریخوالي ترخه تجربه لري، اوسیدونکې ئې د سولي له روان بهیر څخه په کلکه ملاتړ کوي.
د کندهار ولسي مشرانو وويل چي د جګړې د پای او سولي ته د رسېدو له پاره د هر هغه حرکت ملاتړ کوي چي په پايله کي ئې په هیواد کي دوامداره سوله رامنځته سي.
د سولي په ملاتړ د نننۍ غوڼدي برخه والو په یوه درې ماده ایزه پرېکړه لیک کي دايمي سولي ته د رسېدو له پاره خپلي غوښتني هم مطرح کړې.
د پریکړه لیک په یوه برخه کي راغلي چي د کندهار ولسونه په قطر کي د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو ترمنځ د سولي د لومړنیو ګامونو د پورته کېدو څخه هرکلی کوی او دا دایمي اوربند او سولي ته د رسېدو یو غوره فرصت ګڼي.
همدا رنګه ئې پر افغان حکومت ږغ وکړ چي د سولي د پروسې له انحصار څخه ډډه وکړي او ټول افغانان باید په دې ملي او ضروري بهیر کي خپل ځانونه وویني.
د نننۍ غونډي برخه والو له سوله والو طالبانو هم وغوښتل چي دایمي سولي ته د رسېدو له پاره خپله ملي اراده وښيي او ژر تر ژره د بين الافغاني خبرو د پيل له پاره عملي ګامونه واخلي.
د کندهار نننۍ غونډه چي دقومي مشر شاه ولي خان کرزي له لوري را بلل سوې وه، د کندهار د ټولو ولسوالیو اوسېدونکو ګډون پکښ کړی وو.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...