په نوي ډهلي کي په تاوتریخوالي کي د لاس درلودلو په تور سلګونه کسان نیول سوي دي

هندوستان وايي په نوي ډهلي کي ئې په تاوتریخوالي کي د لاس درلودلو په تور سلګونه کسان نیولي دي.

پولیسو ویلي، روانه اوونۍ لږ تر لږه ۳۸ کسان د مذهبي تاوتریخوالي په پېښو کي ووژل سو.

د نوي ډهلي د پولیسو ویاند اېم اېس راندوا د جمعې په ورځ و ویل، چي پولیس شواهد ټولوي او هغه وېډیوګاني ارزوي چي د تاوتریخوالي پر مهال ثبت سوي.
ده و ویل چي پولیسو تر اوسه په دې تړاو ۶۰۰ کسان نیولي دي.

راندوا خبریالانو ته وویل چي د وضعیت تر کنټرول لاندي کولو په خاطر توقیفونه ضروري وه.
ده زیاته کړه چي د تاوتریخوالي نوي راپورونه نه ‌دي ورغلي.

د ډيسېمبر په میاشت کي وروسته له هغه مذهبي ترینګلتیا رامنځته سوه، چي د هندوستان پارلمان د تابعیت اړوند یو نوی قانون تصویب کړ.

د دې قانون له مخي به پرته له مسلمانانو هغو مذهبي اقلیتونو ته د هندوستان تابعیت ورکول کيږي، چي په خپلو هيوادونو کي له ځپني سره مخامخ وي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...