په خوست کي معلولینو او د شهیدانو وارثانو له سولي څخه ملاتړ و کړ

معلولین وایي سوله به د دوی دقربانیو په برکت راځي اوحکومت ته په کار ده چي دشهیدانو او معلولینو میاشتني معاشونه او مرستي، چي ورته ځانګړي سوي دي سترګي دي نه پر پټوي او ټینګار کوي، چي پر خپل وخت ورکول سي.په خوست کي د سولي جوړي سوي جرګې مسئولین بیا د جنګ په ښکېلو غاړو ږغ وکړی، چي نور رښتيني سولي ته ژمن و اوسي.خوست کي د معلولینو ریاست مسئولین وایي، هڅه کوي تر څو شهیدانو او معلولینو ته خپل حقوق په سيسټماتیک ډول وسپارل سي.نېکزاد زیاتوي چي دا ستونزه او ځنډ یوازي په خوست کي نه، بلکي په ټول هیواد کي سته.د یادولو ده چي د سولي په برخه کي وروستیو هڅو د افغانانو هيلي زیاتي کړي، خو غوښتنه ئې دا ده چي د امریکا او طالبانو له تفاهم سره جوخت دي بین الافغاني مذاکرات هم پیل سي، تر څو د څو لسیزو جنګونه او ناخوالي ودرېږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...