د کندهار اوسېدونکي: افغانان د ډاکټر نجيب د وخت تجربې بیا تکرار نه کړي

رپوټ: مهتمم صالح

له هغه وروسته چي وسله والو طالبانو خبر وکړ، چي د بهرنيو ځواکونو سره سوله سوې او پر افغان ځواکونو بریدونه کوي د ډېرو افغانانو غبرګونونه راپارېدلي دي.

د کندهار یو اوسېدونکی عبدالشکور څپاند وايي، افغانان بايد د ډاکټر نجيب د وخت تجربې بيا تکرار نه کړي او بايد داسي سوله وسي، چي اوسني پرمختګونه پکښي خوندي وي.

دی وايي، اوس د سولي له پاره ښه زمينه برابره سوې ده، نوښکېلي غاړي دي د دغه فرصت څخه ښه استفاده وکړي.

د کندهار نور اوسېدونکي هم وايي، په هيواد کي داسي سوله بايد راسي، چي افغانستان پکښي تجزیه نه سي.

دوی وايي، ګاونډي هيوادونه په خاصه توګه پاکستان اوس هم غواړي، چي په هيواد کي جنګ دوام پیدا کړي نو ځکه لاس وهنه کوي، څو خپلو ګټو ته ورسيږي.

د تاوتريخوالي د کمېدو اوونۍ وروسته د طالبانو بريدونو خلک اندېښمن کړي دي.

دوی وايي، که چيري د جنګ ښکېل اړخونه رښتيا د سولي غوښتونکي وي، نو بايد تاوتريخوالی کم کړي، څو د سولي بین الافغاني مذاکراتو ته زمينه برابره سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...