په کندهار کي یوه ملي سوداګر له ښاروالۍ سره مرسته وکړه

رپوټ: خالد همت

د کندهار یو تن ملي سوداګر چي په بهر کي اوسیږي، له ښاروالي سره یي د یوه عراده تراکتور او د ابو ټانکر مرسته وکړه او ۱۰ تنه کاریګر یي د شپږو میاشتو لپاره په خپله بودیجه ګمارلي، چي په دوهمه ناحیه کي د ښاروالي له کاري پرسونل سره د تنظیف، او سرسبزي په برخه کي کار وکړي.

د دغه سوداګر په استازیتوب شاه اغا افغان وایي، دوی په راتلونکي کي نور هم دې ته ورته مرستي کوي.

د کندهار ښاروال محمد رفیع حیات، له ملي سوداګرو څخه مننه کوي، چي دښار د سمسورتیا لپاره مالي مرستي له ښاروالي سره کوي.

حیات وایي، په دې ورستیو کي ښاریانو له ښاروالي سره همکاري زیاته کړې، او ډیری نورو کسانو هم په دې برخه کي مرستي کړي.

بلخوا لس کسان چي د ملي سوداګر لخوا د ښار د پاکوالي لخوا ټاکل سوي وایي، خوښ دي چي داسي سوداګر له ښاروالي سره مالي مرستي کوي، ځکه چي له دې سره کڼ شمېر بې روزګاره کسانو ته دکار زمینه هم برابریږي.

د کندهار ښاروالي مسؤلین وایي، ښاریان د ښار په پاکوالي او نورو برخو کي پوره مسولیت لري، تر څو خپل ښار لکه خپل کور داسي پاک او جوړ وساتي، تر څو د سېلانیانو د پام وړ وګرځي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...