سيمه او نړۍ

د کردستان خلکو په پارلماني انتخاباتو کي برخه واخېستل

  انتخابات داسي وخت وسول چي خلک په خپلو سیمو کي د پراخ فساد او اقتصادي ستونزو په خاطر شکایت کوي. د کُردستان د پارلمان د ۱۱۱ څوکیو لپاره ۷۰۰ کاندیدانو سیالي وکړه. ۱۱ څوکۍ د ترکمنانو، عیسویانو او ارمنانو قومي او مذهبي لږکیو لپاره ځانګړي سوي دي. داسي ښکاري چي د کُردستان ډیموکراټيک ګوند او سیال یې وطندوست کُردستان ...

Read More »

د المان لومړۍ وزیري د ټرمپ بهرنی سیاست د ټولي نړۍ لپاره خطرناک بللی دی

 نوموړي ویلي ټرمپ نه غواړي چي د نړیوالتوب اصولو ته درناوی وکړي او هر څه یوازي د ځان او امریکا بولي. انګیلا میرکل وایي، ټرمپ ان په ډیری مواردو کي د ملګرو ملتونو اصول ماتوي او هڅه کوي له دغه سازمان سرغړونه وکړي. نوموړي ویلي کلونه زیار ایستل سوی دی، چي د ملګرو ملتونو سازمان د نړۍ د نظم په ...

Read More »

اردوغان په جرمني کي د اروپا تر ټولو ستر جومات پرانیست

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه درې ورځني سفر المان ته تللی و او په دغه هیواد کي یې د اروپا تر ټولو ستر جومات پرانیست. د راپورونو له مخي دغه جومات په کولن ښار کي موقعیت لري. اردوغان د جومات د پرانیستي پر مهال ویلي، چي دا به په اروپا کي د سولي سمبول وي او په ...

Read More »

په اندونیزیا کي شدیدي زلزلې او سونامۍ ۳۸۴ تنه وژلي دي

په داسې حال کي چي په اندونیزیا کي د زلزلې او سونامۍ په نتیجه کي د مړو سوېو کسانو د موندلو لپاره هلي ځلي نن سهار وختي بیا پیل سوې، وېره ده چي په‌ دې پیښه کې به زرګونه کسان مړه سوي وي. د اندونیزیا په سولا ویسي ټاپو کي د جمعې په ورځ زلزله وسوه چي شدت یې د ...

Read More »

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، مسکو سوریې ته د s-300 ډوله دفاعي راکټي سیسټم ورکول پیل کړي دي

د روسیې لخوا سوریې ته د دې سیسټم پر ورکړه د امریکا او اسراییلو غږونه هم راپورته سوي وو. خو اوس د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پرون ناوخته د ملګرو ملتونو په مقر کي د وینا پر مهال وویل، چي د روسیې د پوځي الوتکي تر سقوط وروسته، د روسیې د ولسمشر ولادیمیز پوتین په سپارښتنه یې د دغو ...

Read More »

د اندونیزیا ساحلي سلاویسي ټاپو کي ۷.۵ درجې زلزلي ۴۸ کسان وژلي

 زلزله د جمعې په ورځ سوې. د اندونیزیا د ناورین ضد ادارې ویلي، د وروستۍ زلزلې له امله لږترلږه ۴۸ کسان وژل سوي، خو ښايي دا شمېره لوړه سي. ددې ادارې ویاند سوټوپو نوګراهو ویلي چي د مړو سویو کسانو شمېر دقیق نه دی، نوموړي ویلي کیدای سي د مړو په شمیر کي زیاتوالی راسي. په تېره اګسټ میاشت کي ...

Read More »

ايراني ځواکونو پاکستان سره پر پوله څلور ترهګر وژلي دي

د ايران پاسداران انقلاب ځواک ويلي د پاکستان سره پر پوله ايران ته اوښتونکي څلور ترهګر يې په هغه ځای کې وژلي چیري چي د سني وسله والو تند لارې ډلي په ايراني پوځ او ملکي وګړو بريدونه کوي. ايراني ځواکونو ويلي چي، د جمعي په ورځ يې څلور ترهګر وژلي او دوه نور يې ټپي کړي دي. تازه پېښه ...

Read More »

امریکا وایي، چي د عراق په بصره کي خپله کونسلګري تړي

متحده ایالات دا ګام د بصرې وروستیو نارامیو کي د کونسلګرۍ پر ودانۍ تر برید وروسته اخیستی او د دې بریدونو تر شا د ایران لاس بولي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د جمعي په ورځ‌ د دې پریکړي د تاییدولو سربېره وویل،‌ بصره کي د امریکا ټولو هغو مامورینو ته چي هلته یې حضور اړین نه ...

Read More »

د ایران په بندرعباس سیمه کي په لاس چمتو سویو شرابو څښلو له امله ۲۰ کسان وژل سوي

د هرمزګان پوهنتون طبي علومو عامه اړیکو مشري فاطمه نوروزیان ایسنا ته ویلي، بندر عباس کي له دې کبله د وژل سویو شمیر ۱۶ کسانو ته رسیدلی دی. بل لور ته په البرز او شمالي خراسان سیمو کي هم څلور کسان وژل سوي دي. له مسموم سویو ۱۰ کسان د جدي طبي څارني برخه کي ساتل کېږي او ویل کېږي، ...

Read More »

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ وايي، د روسیې سره د رغیدونکو اړیکو غوښتونکی دی

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ وايي، سربېره پر دې چي ناټو تړون د مسکو د زیاتیدونکي زرو ښودني په عکس العمل کي اقدامات کوي، دا له روسیې سره د رغېدونکو اړیکو غوښتونکی دی. د ناټو عمومي منشي همدا راز وویل، په اوکراین کي یې د روسیې په روانو تیري کونکو اقداماتو د ناټو اندېښنې هم په دې لیدنه کي ...

Read More »