په داسې حال کي چي په اندونیزیا کي د زلزلې او سونامۍ په نتیجه کي د مړو سوېو کسانو د موندلو لپاره هلي ځلي نن سهار وختي بیا پیل سوې، وېره ده چي په دې پیښه کې به زرګونه کسان مړه سوي وي.
د اندونیزیا په سولا ویسي ټاپو کي د جمعې په ورځ زلزله وسوه چي شدت یې د ریښتر په حساب ۷ اعشاریه ۵ درجې ښودل سوی او ورپسي په سمندر کي د سختو ټکانونو له امله سونامي راغله.
د اندونیزیا مرستیال ولسمشر یوسف کالا وویل، له لېري سیمو څخه چي ارتباطات ورسره پرې سوي دي، د خبرونو را رسېدو ته په کتو ممکن د مړو شمېر زرګونو کسانو ته ورسېږي.
د اندونیزیا کې د بېړنیو حالاتو اداره هم وايي چي د مړو شمېر ښايي نور هم زیات سي.
د افغانستان ولسمشر، محمد اشرف غني پرون، شنبه په اندونیزیا کې د زلزلې او سونامي له امله د دې هېواد خلکو ته د سر او مال تاوان پر پېښدو خواشیني څرګنده کړې ده.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني ځان د اندونیزیا له خلکو سره په غم کې شریک بللی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون