پخواني ولسمشر حامد کرزي د انګلستان او ترکیې له سفیرانو سره په جلاجلا لیدنو کي د راتلونکو ټاکنو او سولي پروسې په اړه خبري کړې دي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د رسمي فیسبوک پاڼي د معلوماتو له مخي نوموړي په دې لیدنو کي، چي په کابل کي یې په خپل دفتر کي د انګلستان له سفیر نیکولاس کي او د ترکیې له سفیر اوزان ارطغرال سره درلوده، د افغانستان پر راتلونکو ټاکنو او سولي پروسې یې هم ورسره بحث کړی دی.
د سرچیني په وینا کرزي، په دې لیدنو کي د دواړو هېوادونو له سفیرانو سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا هم خبري کړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون