عبدالقادر اشنا د سرپل ولایت د والي په توګه ګمارل سوی دی

 

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي ادارې په یوه رالېږلې خبرپاڼه کي ویلي چي ددغه ادارې په وړاندیز او د ولسمشر په تایید عبدالقادر اشنا د سرپل والي ګمارل سوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چي نوموړی لوړې زده کړي لري او په حکومتي چارو کي د تجربې خاوند دی.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي ادارې همدا راز ویلي چي په حکومت کي اصلاحات یو اصل دی او د همدې اصلاحاتو په لړ کي د وړ کسانو په ګمارلو کي دقت کوي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...