ناټو ویلي، چي په افغانستان کي وضعیت کړکېچن دی، خو د ناټو په ژمنو کي بدلون نه سي راوستلی

سرسټیوارټ پيچ په وارسا کي د ناټو غړو هېوادونو د پوځي کمېټې کنفرانس ته ویلي، په افغانستان کي روان وضعیت له ستونزو ډک دی، خو افغان ځواکونه پیاوړي دي او په پوره زوړه ورتیا د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کوي.

هغه ویلي همدې مسئلي ته په کتو د ناټو ژمني نه سي بدلیدلای او په افغانستان کي به د روان وضعیت د بدلون لپاره دوی پر خپلو ژمنو ولاړ وي.

پيچ ویلي چي د افغان ځواکونو روزني ته به ادامه ورکول کیږي او ناټو به اجازه ور نه کړي چي ترهګر په افغانستان کي د پښي ځای پیدا کړي.

د پولنډ په پلازمینه وارسا کي د ناټو د پوځي کمیټي کنفرانس د جمعې په ورځ پېل شو او نن یکشنبه پای ته رسېږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...