ولسمشر غني محمد اشرف غني د کرکټ بورډ مخکني عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل ته د غازي میر مسجدي خان دولتي مډال او د کرکټ ملي لوبډلي لوبغاړو ته نغدي جایزي ورکړي

ارګ ماڼۍ په یوه بیان کي ویلي، چي په چهار چنار ماڼۍ کي په دې مناسبت جوړو سویو مراسمو  کي فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر د افغانستان د کرکټ بورډ مخکني عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل ته د غازي میرمسجدي خان دولتي مډال د ورکړې په اړه د جمهور رئیس فرمان ولوست.

په فرمان کې راغلي ”د افغانستان کرکټ بورډ پخواني لوی رئیس ښاغلي شکرالله عاطف مشعل نړیوالي شورا کي د افغانستان کرکټ د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو، د کرکټ ستراتیژیک پلان او پالیسي جوړولو په برخه کي هلي ځلي کړي.

همداراز یې د اړوندو چارو د سمون او ورسپارل سویو دندو په ترسره کولو کي له ځانه ښې وړتیاوي ښودلي دي.

له همدې امله د هغه د غوره او قدر وړ خدمتونو د تقدیرولو په موخه نوموړي ته د غازي میر مسجدي خان دولتي مډال ورکړه منظوروم. “

ولسمشر غني لوبغاړو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل ”د ټولو تبصري دا وې چي افغان لوبغاړو د افغانانو زړونه وګټل. زه او ټول افغانان پر تاسو ویاړو. “

هغه زیاته کړه ”له هغه هندي ماشوم سره چي ژړل یې ستاسو عکسونه ستاسو د عالي اخلاقو ښکارندويي کوي او هندیانو هم وویل چي د هند او افغانستان دوستي دایمي ده. “

د ارګ ماڼۍ له مخي، ولسمشر غني د افغانستان د کرکټ بورډ مخکني عمومي رئیس عاطف مشعل څخه په یاده اداره کي د کوښښونو او خدمتونو له امله مننه وکړه او د یادي ادارې نوي رئیس عزیزالله فضلي ته یې د مبارکۍ ترڅنګ د لا ښو خدمتونو هیله وکړه.

 

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...